Share this link via
Personality Websites!
477992
9455
دلته وګورئ چې فرښتے هم غېر الله دي۔ الله پاک پخپله فرښتو ته وفرمائيل: اے فرښتو! ايمان والا ثابت قدم وساتئ! زۀ ستاسو سره يم۔
غور اوکړئ چې الله پاک فرښتے راولېږلې، الله پاک که غوښتلے نو بغېر د فرښتو نه يـې هم مدد کولے شو، که الله پاک غوښتلے وے نو کافران به هُم پۀ خپلو کورونو کښې اُلټا پراتۀ وو، د بدر مېدان ته به هډو راتللے نۀ شو خو الله پاک فرښتے راولېږلې، ولې؟ ځکه چې هغه الله دے، هغه رَبّ دے، هغه د قُدرتونو والا دے، هغه چې څۀ غواړي کوي يـې، څوک د هغه نه د پوښتنې کولو جرأت نۀ شي کولے۔
بيا غور اوکړئ چې پۀ غزوۀ بدر کښې د مدد کولو د پاره څوک راغلل؟ فرښتے راغلې خو الله پاک فرمائي:
وَ لَقَدۡ نَصَرَکُمُ اللّٰہُ بِبَدۡرٍ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه الله پۀ بدر کښې ستاسو مدد اوکړو۔
(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:123)
د مدد د پاره څوک راغلل؟ فرښتے۔ الله پاک څۀ فرمائي؟ الله پاک مدد اوکړو۔ معلومه شوه چې د الله پاک مقرب بندګان، د الله پاک پۀ عطا سره، د الله پاک پۀ ورکړے شوي طاقت سره مدد اوکړي نو دا د غېر الله مدد نۀ دے بلکې دا هُم د الله پاک مدد دے کوم چې هغه د خپلو بندګانو پۀ ذريعه باندې کوي۔
د يو سندر غاړي اِيمان تازه کوونکې توبه
يو ځل حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان فرمائيلو، پۀ بيان کښې هغوئي ناڅاپه خاموشه شو او وه يـې فرمائيل: چې که 100 اشرفۍ پېش کړے شي نو مخکښې به بيان کووم۔ پۀ دومره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami