Share this link via
Personality Websites!
477988
9455
يا شېخ عبد القادِر جيلاني! شَیئًا لِلّٰہ!
مياں شېر محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ولي کامِل تېر شوے دے۔ يوه ورځ يو کَس د هغوئي سره د ملاقات د پاره حاضر شو، دا راغلے کَس د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ باره کښې د وسوسو ښکار وو، کله چې دا د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو نو د هغوئي تقویٰ، پرهېزګاري، پۀ سُنَّتو باندې عمل وغېره چې يـې وليدو نو ډېر متاثر شو، بيا د هغه نظر ناڅاپه پۀ دېوال پرېوتو، هلته ليکلي وو: یَا شَیخ عَبْدُ الْقَادِر جِیْلَانِیْ شَیْئًا للہ! يعنې اے شېخ عبد القادِر جېلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! د الله پاک پۀ وسيله ما ته څۀ راعطا کړئ! دا يـې چې وليدل نو هغه غصه شو، هغۀ د خفګان پۀ انداز کښې د خپلو وسوسو اظهار شروع کړو۔ مياں شېر محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کامِل ولي وو او اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم صاحبِ قَال نۀ بلکې صاحبِ حال وي يعنې دوئي پۀ وئيلو کم پوهه کول کوي، زياتره پۀ ښودلو سرہ پوهه کول کوي۔ هغوئي د هغه پۀ قهرېدلې لـهجه باندې د صبر او زغم نه کار واخستو، بيا چې کله هٰغه کَس تللو نو هغوئي هم د دروازې پورې د هغه سره لاړو، کله چې دروازې ته نزدې شو نو هغوئي پۀ تېز اواز ووئيل: یَا شَیْخ عَبْد القَادِرِجِیْلَانِیْ شَیْئًا للہ! اے شېخ عبد القادِر جيلاني! د الله پاک پۀ وسيله څۀ راعطا کړئ! بس دومره وئيل وو چې يو ډېر ښائسته، ښکلے او صاحبِ جلال بزرګ ظاهر شو، د هغوئي جلال او رُعب او دبدبه چې يـې وليدله نو هٰغه بد مذهبه پۀ رپېدو شو، د هغوئي د حُسن تاب يـې را نۀ وړے شو، مياں شېر محمد شَرقپُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: مولوي صاحبه! هم دا خو شېخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے، کوم ته چې مونږ د مدد د پاره اواز کوو، دا مړ نۀ دے بلکې د الله پاک پۀ عطا سره ژوندے دے، ځکه مونږ دوئي ته اواز کوو۔ دا ټول منظر چې يـې وليدو نو د هٰغه کَس
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami