Share this link via
Personality Websites!
477984
9455
کښې حاضِر وو، هٰغه وخت حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي چَپَړې واچولې او اودس يـې اوکړو، د اودس کولو نه پس هغوئي دوه رکعته نفل ادا کړل، د نـمونځ نه چې فارغ شو نو غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ تېز اواز څۀ ووئيل او د لرګي يوه چپړه يـې پۀ هوا کښې [بره] وويشتله، بيا هم دغه شان دوېمه چپړه يـې هم وويشتله، دواړه چپړې زمونږه د سترګو نه پناه شوې۔ هغوئي بيا پۀ خپل ځائے باندې کېناستل۔ پۀ مونږ کښې چا هم د واقعې معلومولو جُرأت اونکړے شو۔
د 23 ورځو تېرېدو نه پس د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدرسې ته يوه قافِله راغله، قافِلې والؤ ووئيل: مونږه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې نذرانه وړاندې کول غواړو۔ نو مونږه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه اجازت وغوښتو۔ وه يـې فرمائيل: قافِلې والا دننه راپرېږدئ او څۀ چې هغوئي درکړي هغه ترې واخلئ۔ مونږه قافِلې والا دننه راپرېښودل، هغوئي ډېر سامان د پيرانِ پير حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې نذرانه کړل، پۀ هغې کښې د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي نه جوړې مبارکې چپړې هم وې۔ د دې پۀ ليدو مونږه حېران شو، مونږه د قافِلې والؤ نه پوښتنه اوکړه چې دا د لرګي چپړې تاسو ته د کوم ځائے نه مېلاؤ شوې؟ قافلې والؤ ووئيل: د 3 صَفَر شريف خبره ده، پۀ مونږه باندې ډاکوانو حمله اوکړه، زمونږه ډېر کَسان يـې ووژل او سامان يـې رانه هم واخِستلو۔ ډاکوانو زمونږه مال يو طرف ته يوړلو او پۀ خپل مينځ کښې يـې تقسيمولو، پۀ دغه وخت مونږه سوچ اوکړو چې [که چرې] حُضُور غوثِ اعظم شېخ عبد القادر جېلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږه مدد اوکړي او مونږه د دې مصيبت نه بچ شو نو د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې به نذرانه وړاندې کوو۔
اوس لا مونږ پۀ خپل مينځ کښې دا خبرې کولې چې پۀ ځنګل کښې مو دوه تېز اوازونه واورېدل، کوم چې پۀ ټوله فضا کښې خوارۀ شول، ډاکوان هم وېرېدل۔ بيا لږه شېبه پس يو ډاکو پۀ وېرېدلي حالت کښې زمونږ خوا له راغلو: وه يـې وئيل! تاسو خپل مال واخلئ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami