Share this link via
Personality Websites!
477935
9454
د نازلېدو بندوبست کيدو، دلته تاسو بېوقوفي اوکړه، پکار وو چې شُکر مو ادا کړے وے، تاسو اُلټا پۀ شِرک کښې راګېر شوئ خو د الله پاک کرم ته وګورئ! پۀ تاسو باندې د الله پاک فضل او اِحسان ته وګورئ چې د دومره لوئي ظُلم باوجود رَبِّ کريم پۀ تاسو باندې عذاب نازل نۀ کړو، تاسو يـې تباه او برباد نۀ کړئ، د فرعون پۀ شان يـې تاسو غرق نۀ کړئ بلکې تاسو ته يـې د توبې توفيق در عطا کړو، بيا يـې ستاسو توبه قبوله کړه او بيا يـې درته د اِيمان نِعمت در عطا کړو۔ دا هر څۀ ولې وو؟ ځکه چې تاسو شُکر ګزار جوړ شئ، لهذا اوس د دې اِنعام شُکر ادا کړئ! زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړے دے، د هغوئي کلمه ولولئ، د دواړو جهانو د رحمتونو حقدار جوړ شئ۔۔۔!!
آج لے اُن کی پناہ آج مدد مانگ اُن سے پِھر نہ مانیں گے قِیامت میں اگر مان گیا([1])
د آيتونو مبارکو نه حاصلېدونکي سبقونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيتونو مبارکو نه مونږ ته ډېر سبقونه د زدکړې د پاره مېلاؤېږي:
د طالِب او د مطلوب فرق ته خو څوک وګورئ۔۔۔!!
وړومبے خو پۀ دې خبره باندې غور اوکړئ! چې الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته تورات شريف عطا کړے وو، نو هغوئي کوهِ طُور ته وبللے شو، 40 ورځې اِعتکاف وشو، روژې ونيولے شوې، عبادت وشو، بيا هغوئي ته تورات شريف عطا کړے شو۔ يقيناً چې دا هم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami