Share this link via
Personality Websites!
477932
9454
واچوله، د هغې پۀ وجه دا سخے ژوندے شو او خبرې يـې شروع کړې۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته غور اوکړئ چې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام الله پاک ته محبوب دے، هغه بے شکه چې برکتي دے خو واسطې وشمېرئ: * حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام الله پاک ته محبوب دے * د هغوئي سره د اَس نسبت پېدا شو * د اَس د ښپو د خاورې سره نسبت شو، پۀ هٰغه خاوره کښې الله پاک دومره اَثر پېدا کړو چې د هٰغې خاورې د لګېدو سره پۀ بےساه سخي کښې ساه راغله، هغه خبرې نۀ شوې کولے، خبرې يـې شروع کړې۔ اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې تبرکات د الله پاک پۀ عطا سره ژوند ورکوي، د دې پۀ برکت مړۀ زړونه راژوندي کيږي، مړه شوي قامونه عروج ته رسېږي او الله پاک د تبرکاتو دننه پۀ مړي کښې د ساه اچولو اثر هم پېدا کوي۔
علمائے کرام فرمائي: د نېکانو او د پاکانو خلقو پۀ تبرکاتو کښې اثر وي، بيا دا د لاسونو فرق دے، که دا تبرکات د ګستاخانو لاسو ته ورسېږي نو هغوئي د پاره د تبرکاتو غلط اثرات وي، د ادب والؤ لاسو ته که راشي نو د دې تبرکاتو اثرات ښه وي، وګورئ چې سامري ګستاخ وو، بے ادبه وو، د حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام د اَس د ښپو سره لګېدلې خاوره د هغۀ لاسونو ته راغله، که دۀ غوښتلے نو د دې نه يـې ډېر برکتونه حاصلولے شول خو دے ګستاخ وو، هغۀ د دغه پاکې خاورې بے ادبي او ګستاخي اوکړه او هغه يـې د شِرک د پاره اِستعمال کړه،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami