Share this link via
Personality Websites!
477931
9454
دلته بني اِسرائيل پۀ دې شِرک کښې اخته شول، هلته الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د ټولو حالاتو نه خبر کړو، نو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ جلال کښې راغلو او ډېر غضب ناک شو او واپس يـې تشريف راوړلو، هٰغه سخے يـې مات ټوټې ټوټې کړو، سامري له يـې سخته سزا ورکړه او پۀ بني اِسرائيلو باندې يـې توبه وويستله او بيا يـې پرې کلمه ووئيله۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سامري سره داسې څيز وو، کوم چې هغۀ د سرو زرو پۀ سخي باندې ورواچولو نو هغۀ خبرې شروع کړې، د دې بيان پۀ 16 سيپاره، سورۀ طٰہٰ کښې دے، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د هغۀ نه پوښتنه اوکړه چې تا دا څنګه اوکړل؟ نو وه يـې وئيل:
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ یَبْصُرُوْا بِهٖ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ اَثَرِ الرَّسُوْلِ فَنَبَذْتُهَا
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ما هٰغه څۀ وليدل کوم چې خلقو وه نۀ ليدل نو ما د فرښتے د نشاناتو نه يو موټے راډک کړو بيا مې هغه واچولو۔(پارہ:16، سورۀ طٰہٰ:96)
يعنې اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ! ما هٰغه څۀ وليدل کوم چې بني اِسرائيلو ته پۀ نظر رانغلل، مطلب ما جبريل عَلَیْهِ السَّلَام وليدلو او هغوئي مې وپېژندلو، هغوئي پۀ اَس باندې ناست وو، نو ما د هغوئي د اَس د ښپو د نخښې نه يو موټے خاوره راواخستله، بيا مې هغه پۀ سخي کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami