Share this link via
Personality Websites!
477948
9454
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د نـمونځ کوونکي طرف ته د بَل کَس مخ کول، ناجائزه او ګناه ده۔
وضاحت: دا يوه مسئله دلته ډېره عامه کيږي چې کله جَمعه وشي، سلام وګرځولے شي نو د مخکښېنو صفونو والا زر زر شا ته د تللو کوشش کوي، شا ته ځائے نۀ وي ځينې خلق خپل باقې پاتې نـمونځ کوي، پۀ عام توګه ليدلے شوي دي چې دا تېرېدونکي د نـمونځ کوونکي طرف ته مخ کړي او ودرېږي، دغه شان پۀ نورو موقعو باندې هم د نـمونځ کوونکي طرف ته مخ کړي او ودرېږي، داسې کول، نا جائزه او ګناه ده۔ پۀ بهارِ شريعت کښې دي، د يو کَس مخې ته نـمونځ کول (يعنې چې د ناست کَس مخ يا مخه ستاسو طرف ته وي د هغۀ طرف ته مخ کول او نـمونځ کول) مکروهِ تحريمي دي۔ داسې د بَل کَس دپاره د نـمونځ کوونکي طرف ته مخ کول هم ناجائزه او ګناه ده۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا وَارِثُ (اے حقيقي مالکه!)
څوک چې د یَا وَارِثُ وِرد کوي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغۀ عمر به ډېر وي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami