Share this link via
Personality Websites!
477946
9454
سره سره بے شمېره نېکۍ او خېرونه هم رانصيب شي۔
د اَلْحَمدُ لِلّٰہ وئيلو فضيلتونه
* د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته وفرمائيل: ډالونه (يعنې د دښمن د ګزار نه د بچ کېدو د پاره اِستعمالېدونکې وسله) راواخلئ! صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا دښمن حمله کړې ده؟ وه يـې فرمائيل: نا (دښمن حمله نۀ ده کړې) بلکې د دوزخ مقابله کښې خپل ډالونه راواخلئ او سُبْحٰنَ اللہِ وَالْحَمْدُللہِ وَلَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ وَاللہ اَکْبَرْ لولئ ځکه چې دا کلمات به د قيامت پۀ ورځ د مخکښې او وروستو نه ستاسو حفاظت کوي ([1]) * زمونږه خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته وفرمائيل: آيا پۀ تاسو کښې څوک روزانه د اُحُد د غر همره عمل کولو طاقت لري؟ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! روزانه د اُحُد د غر همره عمل طاقت څوک لرلے شي؟ وه يـې فرمائيل: تاسو ټول د دې طاقت لرئ۔ عرض يـې اوکړو: هغه څنګه؟ وه يـې فرمائيل: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيل د اُحُد د غر نه زيات د عظمت والا دي ([2]) * د حضرت ابو مالِک اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيل تله ډکوي۔ ([3]) يعنې د اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيلو سره دومره ثواب مېلاؤېږي چې د قيامت پۀ ورځ چې به کله دا ثواب د عمل پۀ تله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami