Share this link via
Personality Websites!
477943
9454
راشي چې الله پاک يـې راګېر کړي او بنده تباه او برباد شي۔
د يَمَن والا پۀ سېلاب کښې ولې راګېر شول؟
د عربو يوه قبيله وه، کومې ته چې سَبَا وئيلے کيږي۔ دا خلق د الله پاک د نبي حضرت هُود عَلَیْهِ السَّلَام پۀ اولاد کښې وو، د يمن پۀ يو کلي کښې اوسېدل، الله پاک دوئي ته بے مثاله نِعمتونه عطا کړي وو، د هغوئي د کلي اوبۀ او هوا داسې صفا او پاکه وه چې * پۀ دې کلي کښې نۀ ماشي وو * نۀ ماران او لړمانان * نۀ مچان * نۀ منګوړ [يعنې کټمل] * موسم يـې ډېر معتدل (يعنې نارمل وو)، نۀ ډېره ګرمي وه، نۀ ډېره يخني * زمکه يـې ډېره زرخېزه وه، د دوئي باغونه به د مېوؤ نه ډک وو، د دې پورې چې يو کَس به شکرۍ پۀ سر کړه او پۀ باغ کښې به تېريدلو نو د هغۀ شکرۍ به د قِسما قِسم مېوؤ نه پخپله ډکېدله، هغه ته به د مېوؤ د راشوکولو ضرورت نۀ پېښېدو، دومره ډېره مېوه به يـې کوله، غرض دا چې قام ډېر د خوشحالۍ، د امن او سکون او د ارام او قرار ژوند تېرولو۔
اوس پکار خو دا وه چې دې خلقو د هٰغه نِعمتونو شُکر ادا کولے خو هغوئي نا شُکري اوکړه، الله پاک د هغوئي د هدايت د پاره يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام راولېږلو، هغوئي د هٰغه نبي عَلَیْهِ السَّلَام نه اِنکار اوکړو، دوېم نبي عَلَیْهِ السَّلَام راولېږلے شو، د هغوئي خبره يـې هم وه نۀ منله، درېم نبي عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړلو، د هغوئي نافرماني يـې هم اوکړه، پۀ داسې کولو کولو الله پاک د هغوئي طرف ته 13 انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام راولېږل خو دا سرکشه خلق وو، د هيڅ قِسمه شُکر او فرمانبردارۍ طرف ته مائِله نۀ شول، بيا هٰغه موقع راغله چې نا شُکري او نافرماني د هغوئي زړۀ ته پرېوتله، نو بيا پۀ هغوئي باندې عذاب نازل کړے شو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami