Share this link via
Personality Websites!
477940
9454
بالکل شته۔ پوښتنه يـې اوکړه: د نيکه بابا جان حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مو هم محبت دے۔ وه يـې فرمائيل: بالکل شته ۔ بيا يـې پوښتنه اوکړه: د الله پاک سره مو هم محبت شته ؟ وه يـې فرمائيل: آؤ! بالکل شته۔ عرض يـې اوکړو: بابا جانه! پۀ خبره باندې پوهه نۀ شوم، زړۀ يو دے، پۀ يو زړۀ کښې خو هم يو محبوب اوسيدے شي، ستاسو پۀ يو زړۀ کښې دا دومره ډېر محبتونه څنګه راځائے شوي دي؟ اوس مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې بَابُ مَدِیْنَۃِ الْعِلْمِ (يعنې د عِلم د ښار دروازه) ده، د هغوئي جواب واورئ! وه يـې فرمائيل: ځويه! آيا تۀ نۀ ګورې چې کله د نـمونځ وخت شي نو زۀ تاسو ټول جدا کړم او د الله پاک پۀ حُضُور کښې حاضر شم (دا د دې خبرې دليل دے چې پۀ اصل کښې هم يو محبت دے، باقي پاتې ټول محبتونه د الله پاک د محبت پۀ وجه دي)۔ ([1])
غرض دا چې دا اُمت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوس هم پۀ تَوحِيد باندې قائِم دے! آؤ * مونږ د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره * د اهلِ بيتِ پاک عَليهمُ الرّضوَان سره * د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم سره محبت کوو، دا هم د الله پاک د محبت اثر دے، د هٰغه محبت فېضان دے، ګنې چې کله د سجدې کولو وخت شي نو حالت دا وي چې
ایک ہی صَفْ میں کھڑے ہو گئے محمود و ایاز
نہ کوئی بندہ رہا، نہ کوئی بندہ نواز
بندہ و صاحِب و محتاج و غنی ایک ہوئے
تیری سرکار میں پہنچے تو سبھی ایک ہوئے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami