Share this link via
Personality Websites!
477939
9454
زمونږ پۀ خوږ وطن پاکستان کښې د حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک ډېر مشهور دے، د لرې لرې نه خلق دلته د سلام د پاره حاضريږي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشقان پۀ ټوله دُنيا کښې ډېر دي۔
د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک پۀ څۀ داسې انداز باندې دے چې هلته که چرې نـمونځ کوې نو د مزار مبارک اړخ ته به شا راځي۔ والله! دا د دې اُمت پۀ توحيد باندې د اِستقامت مثال دے چې د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشقان ډېر پۀ جذبې سره، پۀ شوق سره، ډېر پۀ محبت سره د لرې لرې نه سفر کوي او هلته ځان رسوي، سلام عرض کوي، بيا بيا ليدلے شوي دي چې کله د مزار مبارک نه واپس ځي نو پۀ شا شا ځي د پاره د دې چې مزار مبارک ته شا نۀ شي خو قربان شم! دا د توحِيد پرستۍ نخښه ده چې څنګه اذان وشي، نـمونځ کيږي، هم هٰغه عاشقان د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار اړخ ته شا کړي او ودرېږي او د يو الله وَحْدَہٗ لَاشَرِیْک پۀ حُضُور کښې سر پۀ سجده شي۔
د عاشقانو دا انداز ښائي چې مونږ د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت ضرور کوو خو هغوئي خُدائے نۀ منو، سجده صرف يو الله وَحْدَہٗ لَاشَرِیْک ته کوو۔
پۀ يو زړۀ کښې دومره محبتونه څنګه۔۔۔؟
يو ځل حضرت اِمامِ حَسَن مُجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل والدِ محترم حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه پوښتنه اوکړه: بابا جانه! آيا ستاسو زما سره محبت شته ؟ وه يـې فرمائيل: بالکل شته۔ پوښتنه يـې اوکړه: د ورور حُسَين [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] سره هم مو شته؟ وه يـې فرمائيل: بالکل شته۔ پوښتنه يـې اوکړه: د مور جانې (سيده فاطِمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها) سره مو هم محبت شته؟ وه يـې فرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami