Share this link via
Personality Websites!
477423
9427
يوه ورځ داسې وشول چې دوئي ټول ناست وو۔ دوئي خپل يو دوست بازار ته د څۀ اخستو د پاره ولېږلو۔ هٰغه دوست بازار ته ورسېدو، نورو 9 دوستانو يـې اِنتظار کولو۔ اِنتظار يـې کولو، کولو چې اوس به راشي، اوس به راشي، دوست خو يـې واپس هډو رانغلو، ډېر وخت تېر شو۔ اخر ډېر وخت پس هٰغه دوست واپس راغلو نو د هغۀ پۀ لاس کښې هيڅ هم نۀ وو، صرف يوه هِندوانه وه۔ چې کله دے راورسېدو نو باقي نور 9 دوستان کوم چې د مخکښې نه غصه ناست وو، هغۀ ته يـې خبرې شروع کړې چې دا څۀ حرکت دے؟ يو خو دومره ناوخته راغلې، بيا لا خاندې هم، او راوړي دې څۀ دي۔۔۔؟ يوه هِندوانه۔۔۔؟ پۀ دې به مونږه څۀ کوو؟
هٰغه ځوان د هغوئي خبرې اورېدلې، بيا يـې پۀ اِطمينان سره ووئيل: وروڼو! دا څۀ عامه هِندوانه نۀ ده، زۀ پۀ بازار کښې ووم، ما وليدل چې د وخت ډېر لوئي وَليُّ الله حضرت بشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پۀ بازار کښې دے، د هغوئي پۀ لاس مبارک کښې دا هندوانه وه، بس د هغوئي رَحمۃُ اللہِ عَلَیْہ د لاسونو د برکتونو حاصلولو د پاره ما 20 دِيناره (يعنې د سرو زرو سکې) ورکړې او دا هندوانه مې ترې واخستله۔
مَاشَآءَ اللہ! وړومبے خو د دې ځوان د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم سره عقيدت ته وګورئ چې څومره د کمال وو۔۔۔!! بيا چې نور کوم 9 ځوانان وو، هغوئي هم د الله والؤ سره ډېر عقيدت لرلو، څنګه چې هغوئي د حضرت بشر حافي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم مبارک واورېدو نو ټولو ډېر پۀ عقيدت او محبت سره هندوانه ښکل کړه او د سترګو سره يـې لګول شروع کړل۔
سُبْحٰنَ اللہ! د الله والؤ سره عقيدت ته وګورئ چې څومره د کمال دے۔ عرض اوکړم، دا د درېمې صدۍ هجرۍ واقعه ده، پۀ هٰغه مبارکه زمانه کښې چې کله پۀ غفلت کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami