Share this link via
Personality Websites!
477421
9427
اِنَّ مِنَ النَّاسِ مَفَاتِيحَ ذِكْرِ اللَّهِ
ترجمه: بے شکه ځينې خلق د ذِکرُ الله کُنجيانې وي۔ ([1])
د الله پاک ذِکر هم څۀ اسان کار خو نۀ دے، د ټولو نه افضل عبادت دے او دا عبادت کول اسانه خبره نۀ ده، چې مونږ پخپله پۀ خپل ځان باندې غور اوکړو چې روزانه څومره ذِکر کوو؟ د نـمونځ نه پس د تسبيحِ فاطمه د لوستلو فضيلت دے، پۀ حديثونو کښې پۀ دې باندې د جَنَّت زيرے ورکړے شوے دے، د يو څو منټو کار دے خو پۀ معاشره باندې غور اوکړئ چې څومره خلق دي کوم چې د نـمونځ نه پس تسبيحِ فاطمه لولي؟ که چرې وشمېرلے شي نو کېدے شي چې د يو نه به د دوه فيصده پورې د دې نېکۍ کولو والا وي۔ وروره! دا ګران کار دے، د هر چا د ذِکرُ الله توفيق نۀ نصيب کيږي۔ شېطان زمونږ پۀ زړۀ او دماغو باندې د غفلت تالې لګوي، نفس مو ناراسته کوي۔ د دې غفلت د تالو پرانستو د پاره د کُنجيانو ضرورت وي۔ حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ځينې خلق داسې دي کوم چې د ذِکرُ الله کُنجيانې وي۔ هغوئي دا د غفلت تالې څنګه برسېره کوي؟ ټول کال پۀ خپل صحبت کښې پۀ کښېنولو؟ نا۔ پۀ مجاهدو کولو؟ نا۔ پۀ لوئي لوئي رياضتونو کولو؟ نا۔ هٰغه خلق کُنجيانې خو دي، دا تالې څنګه برسېره کيږي؟ حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:
اِذَا رُؤُوْا ذُكِرَ اللَّهُ
ترجمه: د هغوئي پۀ ليدو سره خلق د الله ذِکر شروع کړي۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami