Share this link via
Personality Websites!
477420
9427
هم داسې اوليائے کرامو هٰغه خلق دي کوم چې د زړونو نه زنګ لرې کوي، زړۀ د الله پاک پۀ نُور باندې منور کوي او د الله پاک د قُرب حقدار يې جوړوي۔ ([1])
جو ہو اللہ کا ولی اُس کا فیض دنیا میں عام ہوتا ہے([2])
پۀ 29 سيپاره، د سورۀ مُرسَلات پۀ پينځم آيت کښې دي:
فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ(۵)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا د ذِکر القا کوونکو۔
د يو قول مطابق پۀ دې آيت مبارک کښې د اوليائے کرامو صفت بيان کړے شوے دے۔ ([3]) مطلب به دا جوړېږي چې اوليائے کرام د خلقو پۀ زړونو کښې ذِکر اچوي يعنې د اوليائے کرامو پۀ صحبت کښې د کېناستو سره، د هغوئي د کرم پۀ نظر سره، د هغوئي پۀ توجه کولو سره پۀ زړۀ کښې د اِيمان نُور زياتيږي، د اِيمان خوږ والے نصيب کيږي، پۀ عبادت کښې زړۀ لګي، د زړۀ نه د ګناهونو خيرے لرې کيږي، زړۀ پۀ ذِکر او فِکر کښې پۀ مشغولېدو د الله پاک پۀ ياد باندې ابادېږي۔
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami