Share this link via
Personality Websites!
477418
9427
غمژن کيږي۔
د دې آيت مبارک نه يو خو دا معلومه شوه چې اوليائے کرام د ډېر لوئي شان والا وي، ورسره دا هم معلومه شوه چې پۀ اِسلام کښې د اوليائے کرامو وجود شته۔ دا د اِسلام د رښتوني دِين کېدلو نخښه ده۔ تاسو وګورئ چې يوه ونه ده، د هغې جرړې چې د څو پورې پۀ زمکه کښې لګېدلې دي، تر هٰغه وخته پورې هغه مېوه کوي، که چرې د هغې جرړې راووځي نو هٰغه ونه وچېږي، هغه مېوه نۀ کوي۔
داسې يو بل مثال عرض کووم: تاسو به چرته پۀ رېلوے سټېشن کښې ليدلي وي، ځينې د رېل پټرۍ چې وي، هغې ته د اوسپنې جال لګولے شوے وي او بندې کړے شوې وي، ځينې پټرۍ نېغې او صفا وي، د هغې د پاسه ټرېن تېرېږي۔ هٰغه پټرۍ کومې چې بندې کړے شوې وي، پۀ هغې باندې ټرېن نۀ تېرېږي، نۀ پۀ هٰغه پټرو باندې منزل ته رسېدلے شي۔ معلومه شوه چې د کومې جرړې مضبوطې وي، هٰغه ونه مېوه کوي، کومه پټرۍ چې بنده کړے شوې نۀ وي، پۀ هغې باندې د تللو سره اِنسان منزل ته رسېږي۔ تاسو وګورئ! * د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام اُمتيان چې تر څو پورې د نېغې لارې مسافر وو، د هٰغه وخته پورې پۀ هغوئي کښې ډېر لوئي لوئي اوليائے کرام پېدا کېدل، اَصحابِ کهف هم پۀ هغوئي کښې وو * هم داسې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام کلمه لوستونکي هم چې تر څو پورې پۀ نېغه لار روان وو، پۀ هغوئي کښې هم اوليائے کرام پېدا کېدل خو نۀ اوس پۀ عيسائيانو کښې څوک د ولايت درجې ته رسېږي او نۀ پۀ يهوديانو کښې ولې شته ، نۀ پۀ بد مذهبو کښې څوک ولي پۀ نظر راځي، اوس پۀ ټوله دُنيا کښې صرف او صرف مسلمانان او هغه هم هٰغه کوم چې عاشقِ رسول وي، هغوئي د ولايت درجې ته رسېږي۔ ځکه د دې نه ثابته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami