Share this link via
Personality Websites!
477444
9427
ډېر نزدې دي۔ (2): د * فرض * واجب * سُنَّت * نفل * نـمونځ * روژې * زکوٰة * حج * تلاوت * نعت شريف * ذِکرُ الله * دُرُود شريف * بيان * دَرس * مَدَني قافله کښې سفر * علاقائي دورې * د ديني کتاب لوستل * د نېکۍ دعوت وغېره د هر نېک کار ايصالِ ثواب کولے شئ۔ (3): انبيائے کرامو او مُرسلين علَيهِمُ السَّلام او فرښتو او مسلمانانو پيريانو ته هم ايصالِ ثواب کېدے شې۔ (4): د يولسمې شريف او رَجَب شريف (يعنې پۀ پينځلسم رجب شريف امام جعفرِ صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د ثواب نذر کولو د پاره کونډې ډَکول) وغېره جائز دي۔ (5): د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د فاتحې خوړلو ته تعظيماً ” نذر و نياز “ وئيلے کيږي او دا جائز دے، دا مالداران او غريبانان ټول خوړلے شي۔ (6): د نياز او ايصالِ ثواب پۀ خوراک باندې د فاتِحې لوستلو د پاره څوک راغوښتل يا د بهر پۀ مېلمه باندې خوراک کول شرط نۀ دي، د کور خلق که پخپله هُم فاتحه ولولي او وه يـې خوري بيا پکښې هم څۀ باک نشته۔ (7): روزانه چې څومره هم خوراک حسبِ حال د ښو ښو نيتونو سره کوئ، پۀ هغې کښې که د يو بزرګ د ايصالِ ثواب نيت اوکړئ نو ښه ده۔ مثلاً * پۀ ناشته کښې نيت اوکړئ چې د ننۍ ناشتې ثواب دې د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي پۀ ذريعه ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته اورسي۔ * د غرمې نيت اوکړئ: اوس چې کوم خوراک کوو (يا مو اوکړو) د هغې ثواب دې سرکارِ غوثِ اعظم او ټولو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ته اورسي، * د شپې نيت اوکړئ: اوس چې څۀ خورو د هغې ثواب دې اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او ټولو مسلمانانو نارينوو او زنانؤ ته اورسي يا دې پۀ هر ځل ټولو ته ايصالِ ثواب کړے شي او دا زيات مناسب دي۔ ياد ساتئ! ايصالِ ثواب به صرف پۀ هٰغه حالت کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami