Share this link via
Personality Websites!
477443
9427
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشقان پۀ پوره انداز کښې پۀ د يولسمې شريف د نياز بندوبست کوي۔ ياد ساتئ چې يولسمه شريف هم د ايصالِ ثواب يو شکل دے، ځکه راځئ چې تاسو ته د ايصالِ ثواب يو څو مَدَني ګلونه عرض کړم۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه ګډان ذبح کړل، د يو ثواب يـې ټول اُمت ته وبخښلو او يو يـې د ځان او د خپلو اهلِ بېتو د پاره ذبح کړو۔ ([1])
د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ مبارک وخت کښې د اِيصالِ ثواب مختلفې طريقې رائجې وې مثلاً * دې خلقو به د مَړي د طرف نه د 7 ورځو پورې ډوډۍ ورکوله۔ ([2]) * د وفات شوي کس د قبر سره به يـې د قرآنِ کريم تلاوت کولو۔ ([3]) * حضرت اِمامِ حَسَن او حضرت اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما به د خپل والدِ محترم يعنې د حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِيصالِ ثواب د پاره غلامان ازادول۔ ([4]) * حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلې مور بي بي د وفات نه پس د هغې د اِيصالِ ثواب د پاره د اوبو کوهے وکنستو۔ ([5])
شېخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلي دي: (1): د ايصالِ ثواب لفظي معنٰی دہ: ” ثواب رَسَوَل “ دې ته ” ثواب بخښل “ هم وئيلے شي خو د بزرګانو د پاره ” ثواب بخښل “ وئيل مناسب نۀ دي، ” ثواب نذرانه کول “ وئيل ادب ته
[1]... ابن ماجہ، کتاب الاضاحی، باب اضاحی رسول اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم، صفحہ:509، حدیث:3222۔
[2]... الحاوی للفتاویٰ، طلوع الثریا باظہار ماکان خفیا، صفحہ:591۔
[3]... شرح الصدور، باب فی قراءۃ القرآن للمیت...الخ، صفحہ:218۔
[4]... مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الجنائز، باب ما یتبع المیت بعد موتہ، جلد:3، صفحہ:262، حدیث:12۔
[5]... ابو داود، کتاب الزکاۃ، باب فی فضل سقی الماء، صفحہ:274، حدیث:1681 مختصراً۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami