Share this link via
Personality Websites!
477438
9427
عبادت جذبه مېلاؤېږي، د نېک نـمونځ ګزاره جوړېدو ذِهن جوړېږي۔
* تاسو هم پۀ مَدَني قافله کښې سفر کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېر برکتونه به مو نصيب شي * پۀ قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے کيږي * سُنَّت ښودلے کيږي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي * د نېکۍ د دعوت عام کولو موقع مېلاؤېږي * د قافلې پۀ برکت سره د مُرادونو د پوره کېدو، * د مشکلاتو لرې کېدو * د بيمارو نه د شفا نصيب کېدو هم ډېر واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګېرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدار ورکړے دے۔
مونږ چې پۀ مَدَني قافله کښې سفر اوکړو، څه پته لګي چې پۀ مونږ باندې هم کرم اوشي۔ کم از کم هره مياشت د درېو ورځو پۀ قافله کښې د سفر نيت اوکړئ! بلکې ښه به وي چې د اوس نه نيت وليکو! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو۔
حېدر آباد (سندھ، پاکستان) کښې د دعوتِ اِسلامي يو مبلغ يو ځوان له قافله کښي د شاملېدو دعوت ورکړو پۀ کومې چې هغه غصه شو او وه يـې وئيل، تاسو د چا د پرېشانۍ خيال هم نۀ ساتئ، زما د مور د سترګو ډاکټرانو غلط اپرېشن کړے دے د کومې پۀ وجه چې د هغې د سترګو نظر تلے دے، مونږه دومره پرېشانه يو او تاسو وايئ چې پۀ قافله کښې سفر اوکړه۔ مبلغ اِسلامي ورور د خوا خوږۍ پۀ انداز کښې دعا اوکړه او وه يـې وئيل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami