Share this link via
Personality Websites!
477428
9427
کړي دي، آيا زما توبه به قبوله شي۔ اوس چې يـې د چا نه د دې مسئلې پوښتنه کوله، هغه پخپله هم څۀ عالِم نۀ وو۔ نو هغه د 99 قتلونو پۀ اورېدو غوږونو له ګوتې يوړلې، چې توبه توبه دومره لويه ګناه۔۔۔!! وه يـې وئيل: د دې توبه هيڅکله نۀ شي قبلېدے۔
د 99 قتلونو کولو سره خو يـې وِېره د مخکښې نه ختمه شوې وه، هغۀ سوچ اوکړو چې توبه خو هسې هم نۀ کيږي، دا يو به هم مړ کړم۔ نو هغه غلطه مسئله بيانونکے يې هم ووژلو۔ اوس 100 قتلونه پوره شول۔
خو پۀ زړۀ کښې يـې نا قلاري وه۔ بيا پکښې جوش راپېدا شو چې د بل چا نه د مسئلې پوښتنه کووم۔ بيا دے واقعي چې د يو عالِمِ دِين پۀ خِدمت کښې حاضر شو، پوښتنه يـې اوکړه: ما 100 کسان وژلي دي، آيا زما د پاره توبه شته؟ وه يـې وئيل: آؤ! بالکل، د الله پاک رحمت ډېر لوئي زيات دے۔ تۀ توبه کړه الله پاک به يـې قبوله کړي۔ ګناه لويه وه، نو هٰغه عالمِ دِين د توبې کولو او د ګناه د ختمولو نُسخه بيان کړه او وه يـې وئيل: پۀ فلانکي کلي کښې د الله پاک نېکان خلق اوسېږي، تۀ هلته لاړ شه! د هغوئي خوا له چې لاړ شې او توبه وکړې نو د الله پاک د رحمت حقدار به جوړ شې۔
نو دا کَس د توبې پۀ اِراده د هٰغه کلي طرف ته روان شو۔ اوس روايت لږ پۀ غور سره واورئ۔ د هٰغه 100 کسانو د قاتل پۀ زړۀ کښې د رښتونې توبې شوق وو چې توبه به قبوله شي، د دې مقصد د پاره د الله والؤ طرف ته روان وو۔ پۀ روايت کښې دي: لا دے د کور نه هيله وتلے وو، لږ مزل يـې کړے وو چې د هغه اخري وخت راغلو، حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړو او د هغه رُوح يـې قبض کړو۔ پۀ روايت کښې دي: د هغه پۀ زړۀ کښې شوق دومره وو چې د مرګ پۀ وخت يـې هم ځان پۀ راښکلو راښکلو د الله والؤ د کلي طرف
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami