Share this link via
Personality Websites!
477427
9427
کَعبُ الاَحبار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې تابعي بزرګ دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تورات شريف او د قرآنِ کريم 2 اسماني کتابونو عالِم وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام نه پس د اوسه پورې پۀ هر اُمت کښې داسې 14 کسان موجود اوسي، زمکه چرې هم د داسې 14 کسانو نه نۀ ده خالي شوې ، د کومو پۀ برکت چې عذابونه لرې کيږي۔ ([1])
تاسو به هٰغه حديث مبارک څو کرته اورېدلے وي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخکښينو اُمتونو يوه واقعه بيان کړله، وه يـې فرمائيل: يو کَس وو، هغه 99 قتلونه کړي وو۔
اَللہُ اَکْبَر! سوچ اوکړئ چې دا څومره ګنهګار کَس وو: الله پاک فرمائي:
فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیْعًاؕ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: لکه هغه چې ټول اِنسانان قتل کړل۔
(پارہ:6، سورۀ مائدہ :32)
چې يو قتل د ټول اِنسانيت قتل دے نو سوچ اوکړئ چې د 99 کسانو وژل به څومره لويه ګناه وي۔
خېر! د 99 قتلونو کولو نه پس هغه پۀ هوش کښې راغلو، وه يـې غوښتل چې اوس زۀ توبه وکړم۔ نو د مسئلې د پوښتنې د پاره د چا خوا له لاړو، پوښتنه يـې اوکړه: ما 99 قتلونه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami