Share this link via
Personality Websites!
477426
9427
حضرت ابو حَسن قَوِّاس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زۀ او زما سره ډېر خلق د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زيارت د پاره روان شول، مونږ ټولو د خپلو مشکلاتو او پرېشانو د حل د پاره د دعا کولو اراده لرله، پۀ لار کښې نور خلق هم زمونږ سره مېلاؤ شول۔ پۀ هغوئي کښې يو هلک وو،ما هغۀ پيژندو د ډير خرابو اخلاقو والا وو، خېر مونږ ټول بارګاه غوثيت پۀ لور روان وو چې اتفاقاً د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره پۀ لار کښې ملاقات اوشو، مونږ ټول ور وړاندې شو او سلام مو اوکړو او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاس مبارک مو ښکلول۔ هٰغه هلک د کوم چې اخلاق ښه نۀ وو، چې کله هغه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لاسونو ښکلولو د پاره ور وړاندې شو نو حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل لاس لرې کړو، بيا يـې يو نظر هٰغه هلک ته وکتل، د سرکار غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نظر مبارک تاب يـې را نۀ وړو او هٰغه هلک د بے هوشه کېدو سره راپرېوتو، کله چې هغه پۀ هوش کښې راغلو نو فوراً يـې د خپلو بدو اعمالو نه توبه کړه، بيا حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه سره لاس مېلاؤ کړل۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دي د الله والؤ برکتونه۔۔۔!! دا نُوراني خلق وي، پۀ کوم کوم ځائے چې تېرېږي، د اِيمان نُور او د هدايت نُور تقسيموي او تېرېږي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
(2): د عذاب نه خلاصے نصيب کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله والؤ پۀ برکتونو کښې دا هم دي چې د هغوئي پۀ برکت سره عذابونه لرې کيږي او ګنهګاران بندګان د الله پاک د رحمت حقدار جوړېږي۔ حضرت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami