Share this link via
Personality Websites!
477113
9406
وضاحت: د دې شعر وضاحت ډېر ښکلے دے، لږ تصور خو جوړ کړئ! مسجدِ نبوي شريف دے، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما دے، مُصحَف مبارک يعنې قرآنِ کريم يـې مخې ته دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تِلاوت کوي، هغوئي لولي:
وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲)
الله! الله! خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرآنِ کريم تِلاوت کوي او قرآنِ کريم وائي: اے خوږه محبوبه! ستاسو پۀ روښانه مخ باندې دې قَسَم وي! ستاسو پۀ مبارکو زلفو باندې دې قَسَم وي!
دا صرف د يو تصور خبره ده څۀ چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې لکه څنګه زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سحر او ماښام، شپه ورځ د قرآنِ کريم تِلاوت کوي، هم داسې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک ذِکر کول د قرآنِ کريم وظيفه ده۔
حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ کومه ورځ چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه ظاهري پرده وفرمائيله، پۀ هٰغه ورځ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپله حُجره مبارکه کښې وو، د نـمونځ وخت وو، مونږه اِقامت اوکړو، وړومبے خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مُصلې ته راغلو، صحابۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami