Share this link via
Personality Websites!
477111
9406
کله چې به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار د پاره چې زړونه ډېر ناقلاره کېدل نو صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت مېمونه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ خِدمت کښې حاضرېدل، د هغې سره د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آئينه مبارکه وه، حضرت مېمونه رَضِىَ اللهُ عَـنْها به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ياد کښې پۀ نا قلاره کېدلو هٰغه آئينه صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم له ورکوله، کله به چې صحابي پۀ آئينه کښې کتل نو هغوئي ته به د خپل شکل پۀ ځائے، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُوراني مخ پۀ نظر راتللو۔ ([1])
مدتیں گزریں ملاقات ہوئی تھی تم سے پھر کوئی اور نہ آیا نظر آئینے میں
سُبْحٰنَ اللہ! ګويا دا آئينه هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې مئينه وه، کله چې هغې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارک خپل زړۀ ته کوز کړو نو د هغې نه پس يـې هم هٰغه عکس مبارک پۀ ځان کښې دننه محفوظ کړو، بيا به يـې بل يو عکس هم پۀ ځان کښې دننه کوزېدو ته نۀ پرېښودو۔
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ باندې قَسم
پۀ 30 سيپاره، د سورۀ والضُّحیٰ، پۀ آيت: 1 نه 3 پورې الله پاک فرمائي:
وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲) مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَ مَا قَلٰىؕ(۳)
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami