Share this link via
Personality Websites!
477110
9406
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زۀ تاسو ته يوه خوندوره خبره اوکړم: آئينه چې کومه وي، پۀ کومه کښې چې مونږ ځان ته ګورو، شاعران آئينې ته بے وفا وائي۔ چا وئيلي وو:
آئِینَہ نَیْسْتْ دِلْ کَہ دَہَدْ جَا بَہ ہَرْ کَسَے
اِیْںْ پَارَۂِ عَقِیْق بَنَامِ تُو کَنْدَہ شُدْ
وضاحت: يعنې زما زړۀ آئينه نۀ ده چې هر چا له پۀ ځان کښې دننه ځائے ورکړي۔ بلکې زما زړۀ د عقيق نومې کاڼي پۀ شان دے چې اے محبوبه! پۀ دې کښې ستاسو نوم نقش شوے دے، اوس پۀ دې زړۀ کښې د بَل چا د پاره ځائے نشته۔
نو آئينه چې کومه ده، دې ته بے وفا وئيلے کيږي، څوک چې دې ته ورمخې ته شي، دا د هغۀ عکس پۀ ځان کښې جوړوي۔ يو منټ هم نۀ لګوي، زۀ چې آئينې ته ودرېږم نو دا به زما عکس پۀ ځان کښې دننه واخلي، زۀ چي څنګه لرې شوم، بل راغلے،پۀ آئينه کښې به زما عکس ختم شي، د هٰغه بَل کَس عکس به راشي۔ دا بے وفائي ده۔ خو قربان شم! دا آئينه هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نُوراني مخ باندې مئينه ده۔ پۀ روايتونو کښې دي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله د دُنيا نه ظاهري پرده وفرمائيله، دغه وخت خو لکه چې پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم باندې قيامت راغلے ، چا له چې به د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُوراني مخ د يو ساعت د پاره د ليدلو نه بغېر قرار نۀ ورتللو، د هغوئي بيا دغه نعمت نۀ نصيب کيدو۔ پۀ روايت کښې دي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami