Share this link via
Personality Websites!
477130
9406
* تاسو هم د تفسير اورېدو او بيانولو پۀ حلقه کښې د شرکت کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېر برکتونه به درنصيب شي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې سحر جومات ته د نېکۍ زده کولو د پاره لاړ شي، هغۀ ته د عمرې ثواب مېلاؤېږي۔ ([1]) * چې د سحر وخت پۀ نېکو کښې تېر شي نو برکت به مو نصيب کيږي * ټوله ورځ به مو ښه تېريږي * سحر سحر به مو د عِلمِ دِين زده کولو موقع نصيب کيږي * د شجره شريف پۀ شکل کښې به د نېکانو بندګانو ذِکر کيږي * د هغوئي محبت به پۀ زړۀ کښې کښېني * د اوليائے کرامو رُوحاني توجه به درنصيب کيږي * ايمان به مو تازه کيږي * د هغوئي پۀ وسيله باندې شوې دُعاګانې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! به قبلېږي * يو ډېر لوئي برکت دا چې د سحر د نـمونځ نه د اشراق پورې پۀ جومات کښې ايسارېدل د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي پۀ دې باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې د سحر د نـمونځ نه پس پۀ ذِکرُ الله کښې مشغول اوسي، بيا د اشراق، څاښت نفلونه اوکړي، هغۀ ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي۔ ([2])
راځئ چې ستاسو د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو، يو اِسلامي ورور تقريباً د 14 کالو نه پۀ بهر ملک کښې مقيم وو هلته د هغۀ خپل کاروبار دے، هغۀ ته يو ځل پۀ کارخانه کښې د کار کوونکو ضرورت پېښ شو۔ هغه د وېزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع کړل، خو د ډېرو کوششونو باوجود وېزې مېلاؤ نۀ شوې۔ ډېر کلونه داسې تېر شول، هغه ډېر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami