Share this link via
Personality Websites!
477128
9406
ترجمه: د غير مسلمو مخالفت اوکړئ۔۔۔! ږيرې اوږدې کړئ۔۔۔! او بريتونه ښه واړۀ ساتئ۔۔۔!([1])
د ږيرې پرېښودو فضيلتونه او فائدې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ږيرې مبارکې پرېښودو فائدې دي او د خرېلو تَش نقصانونه دي، پۀ دې کښې څۀ څۀ فائدې دي؟ واورئ! * ږيره پرېښودل د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي * ږيره د نارينه ښائست دے * د ږيرې پرېښودو سره عزت او وقار زياتېږي * د ږيرې پرېښودو سره د څرمنې د بيمارو نه حفاظت کېږي * ږيره د غاړې او سينې پورې د نقصان رسوونکو جراثيمو مخنيوے کوي * ږيره د ساه لنډي او د پړپوس د بيمارو نه محفوظ ساتي * ږيره د خناق د بيمارۍ نه بچ کول کوي۔
نقصانونه څۀ څۀ دي؟ واورئ! * ږيره خرېل حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے * د مخ قدرتي ښکلا کموي * ږيره خرېل د الله پاک تخليق بدلول دي * د ږيرې خرېلو سره د څرمنې، پړپوس او د ساه لنډي د بيمارۍ خطرې زياتېږي۔
الله پاک دې زمونږه توفيق نصيب کړي۔ کاش چې مونږ ټول پۀ مخ باندې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت پرېښودونکي جوړ شو۔
اٰمِیْن بجاهِ خاتمِ النَّبِيّٖن صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami