Share this link via
Personality Websites!
477127
9406
کاش چې زمونږه هم توفيق نصيب شي، مونږ هم د ټولو نه ښکلي آقا، محبوب مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو باندې عمل اوکړو او خپل مخونه پۀ ږيرو مبارکو باندې ښکلي کړو۔ وګورئ! که چرې ږيره د حُسن خِلاف وے نو مَعَاذَ الله! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې به نۀ وه۔ چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نُوراني مخ باندې ږيره مبارکه وه نو دا دليل دے چې د نارينه حُسن هم پۀ ږيره پرېښودو کښې دے۔
پۀ روايتونو کښې دي: څۀ فرښتې داسي دي چي کله هغوي پۀ خپل مينځ کښې پۀ څۀ خبره باندې قَسَم خوري نو داسې وائي: پۀ هٰغه الله پاک باندې دې قَسَم وي چا چې اِبنِ آدم ته پۀ ږيرې سره ښائست ورعطا کړو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې ږيره مبارکه زمونږ ښکلا ده۔ پۀ ږيره پرېښودو کښې حُسن هم دے، ثواب هم دے او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت سره پۀ اخرت کښې خلاصے هم دے۔
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے:
خَالِفُوا الْمُشْرِکِیْنَ وَاَوْفُوْا اللِّحْیَ وَاحْفُوْا الشَّوَارِبَ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami