Share this link via
Personality Websites!
477121
9406
* د دواړو وروزو مبارک ترمينځه يو رَګ وو، کوم چې به د جلال پۀ وخت راوتلو۔ ([1])
بعضې وخت به د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ويښتۀ مبارک د تندي پۀ دواړو وروزو باندې راتلل ، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغې د اخوا کولو نه بغېر هم پۀ هغې سجده کوله۔ حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:
راَیْتُ رُسُوْلَ اللہِ يَسْجُدُ عَلٰى قِصَاصِ شَعَرِ هٖ
ترجمه: ما نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو مبارک ويښتو باندې پۀ سجده کولو ليدلے دے۔([2])
خَمِ زُلْفِ نبی سَاجِد ہے مَحْراب دو اَبرو میں
کہ یارَبّ! تُو ہی والی ہے سِیہ کارانِ اُمّت کا ([3])
وضاحت: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مبارک تندي باندې د وروزو د محراب ترمينځه زلفې مبارکې داسې راښکته شوې معلومېږي لکه چې پۀ سجده کښې وي او د الله پاک پۀ دربار کښې داسې عرض کوي چې اے زما رَبه! هم تۀ د دې اُمت د ګنهګارانو، خطاکارانو او سياه کارانو والي او مددګار يـې۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami