Share this link via
Personality Websites!
477118
9406
دي، هغه ګويا د قرآني آيتونو تفسير دے، اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو نُوراني مخ زما د پاره داسې دے، ګويا قرآنِ کريم دے، هم تاسو اِيمان بلکې د اِيمان جان يـئ۔
د قرآن سره تشبيه ولې ورکړے شوه؟
صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ د قرآنِ کريم سره تشبيه ولې ورکړه؟ علمائے کرامو د دې ډيرې وجهې ليکلي دي،د هغې نه يوه بيانوي : د قرآنِ کريم پۀ صفحو کښې ظاهري حُسن هم شته او معنوي حُسن هم شته۔
تاسو چرته تجربه اوکړئ او وګورئ! اودس اوکړئ! قرآنِ کريم راواخلئ! مخې ته يـې کېږدئ او کولاؤ يـې کړئ! او بس صرف د قرآنِ کريم د الفاظو او حروفو زيارت کوئ، د دې د ديدار سره به تاسو ته يو خاص قِسم له سُکون، اِطمينان، تازګي او خوند نصيب کيږي۔ دا د قرآنِ کريم ظاهري حُسن دے، دغه شان د قرآنِ کريم د ديدار سره، د دې د تِلاوت سره د زړونو نه زنګونه لرې کيږي، پۀ زړونو کښې هدايت پېدا کيږي، د زړۀ نه کوږ والے لرې کيږي، د باطِن اِصلاح کيږي، دا د قرآنِ کريم معنوي حُسن دے۔
علمائے کرام فرمائي: لکه څنګه چې پۀ قرآنِ کريم کښې ظاهري حُسن هم شته ، معنوي حُسن هم شته، هم داسې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نُوراني مخ کښې ظاهري حُسن هم شته دے چې د دې برکتي مخ پۀ ليدلو سره سکون مېلاؤېږي، غمونه هېريږي، زړونو ته سکون مېلاؤېږي، او پۀ دې مخ مبارک کښې معنوي حُسن هم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami