Share this link via
Personality Websites!
477000
9401
بيا سيده حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها زر د حضرت عبد المُطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې حاضره شوه، ټوله واقعه يـې بيان کړله، هغه هم ولړزېدو، توره يـې راويستله، ډېر پۀ غصه کښې بهر راوتلو، ټولو قرېشو چې د هغوئي غصه وليدله نو وه وېرېدل، د هغوئي پۀ خِدمت کښې حاضر شول، عرض يـې اوکړو: اے زمونږ سرداره! مونږ ته چې څۀ حُکم کوئ، مونږ حاضر يو۔ حضرت عبد المُطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نېغ حرمِ پاک ته ورسېدلو، د کعبې شريفې طواف يـې اوکړو، بيا يـې د الله پاک په دربار کښې عرض اوکړو:
یَا رَبِّ اِنَّ مُحَمَّدًا لَمْ یُوْجَدْ فَجَمِیْعُ قَوْمِیْ کُلُّہُمْ مُتَرَدِّدٌ
ترجمه: اے الله پاکه! مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرته دے؟ مونږ ته پته نشته، ځکه زما ټول قوم پرېشانه دے۔
غېبي اواز راغلو: اے خلقو۔۔۔!! غم مۀ کوئ! مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغۀ رَبّ هيڅکله هم نۀ ضائع کوي۔ ([1])
د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ روايت کښې دي: لا دا معامله روانه وه چې ابو جهل حرمِ پاک ته راورسېدو، هغه پۀ اوښه باندې ناست وو او د هغه نه مخکښې پۀ اوښه باندې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، هغه چې څنګه راغلو نو وه يـې وئيل: اے عبد المُطلبه۔۔۔!! پته نۀ لګي چې ستا د دې ځوي نه به مونږ ته څۀ رارسېږي؟ زۀ تېرېدم، وه مې کتل چې مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) هلته موجود دے، ما اوښه کښېنوله، هغه
[1]... دلائل النبوۃ للبیہقی، باب ذکر رضاع النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم ومرضعتہ ، جلد:1، صفحہ:142-144 خلاصۃً۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami