Share this link via
Personality Websites!
476999
9401
باندې وژاړي! تۀ نۀ پوهېږي چې پۀ کومه شپه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلے وو، پۀ هٰغه شپه ستاسو پۀ هُبُل څۀ تېر شوي وو۔۔۔؟ (هغه پړمخې راپرېوتے وو)۔ فرمائي: هٰغه بوډا زما خبره وا نۀ ورېدله او خپلې عبادت خانې ته لاړو۔ هغه د هُبُل نه 7 ځله تاؤ شوه، وه يـې وئيل: اے هُبُله! دا سعديه ده! د دې ځوي مُحَمَّد پته نۀ لګي چې چرته دے؟ د هغه پته را وښايه۔۔۔!! بس دومره وئيل وو چې څنګه خوږ ښکلے نوم مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) واخستے شو نو هُبُل پۀ زمکه پړمخې راپرېوتو۔ ګېر چاپېره چې هم څومره بُتان موجود وو، ټول پۀ يو بل باندې راپرېوتل او مات شول۔
تیری آمد تھی کہ بیتُ اللہ مُجرے کو جھکا
تیری ہیبت تھی کہ ہر بُت تھر تھرا کر گر گیا([1])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کله چې تاسو تشريف راوړلو نو بيت الله شريف ستاسو د سلامۍ د پاره د حضرت آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د کور طرف ته راښکته شو او پۀ کعبه کښې د ايښودے شوو بُتانو دا حالت وو چې هغوئي پۀ زمکه راپرېوتل۔
سيده حليمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: بيا هٰغه بوډا واپس زما خوا له راغلو، ړچېدو، د هغۀ د جامو د کړپېدو او د زنګونانو اوازونه ما پۀ خپلو غوږونو باندې اورېدل۔ وه يـې وئيل: اے سعديه! مۀ پرېشانه کېږه۔۔۔!! ستا د ځوي رَبّ ډېر عظيم دے، هغه به هغه نۀ ضائع کوي۔
مُحَمَّد برائے جنابِ اِلٰہی! جنابِ الٰہی برائے مُحَمَّد ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami