Share this link via
Personality Websites!
476998
9401
منټو د پاره يو طرف ته لاړله۔ ناڅاپه هغې يو زورور اواز واورېدو، پۀ منډه چې واپس راغله او وه يـې کتل نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هلته موجود نۀ وو۔ الله! الله! ګويا پۀ هغې چې قيامت راغلو، ولړزېدله، اخوا دېخوا ګوري، د خلقو نه پوښتنه کوي: اے خلقو۔۔۔!! آيا تاسو زما د سترګو تور ليدلے دے؟ آه! چا ته هيڅ پته نۀ وه، چا ته پۀ دې باره کښې هيڅ معلومات نۀ وو۔
دا د قيامت پۀ شان ساعت وو، پۀ زرګونو غېر مسلمه وو، چې هم د ماشوم والي نه يې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پېژندلو،د نښو نه يې پيژندلو چي دا اخري دے، پۀ زرګونو اهل کتاب د هغوي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهيد کولو موقعې لټولې۔ حضرت حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها هم د هغوئي ناکامه کوششونه ليدلي وو، کېدے شي چې هٰغه وخت يـې دا ټولې خطرې پۀ ذِهن کښې وې، ځکه حېرانه وه، د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جُدايۍ کښي ډېره پرېشانه وه، پۀ داسې حالت کښې هغې پۀ سر باندې لاس کېښودو، پۀ پرېشانۍ کښې کېناستله چې اخر څۀ به کووم، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخر چرته ولټووم۔۔۔؟
فرمائي: ما پۀ سر باندې لاس ايښودي وو، پۀ پرېشانۍ کښې ناسته ووم پۀ دې کښې يو بوډا کَس زما خوا له راغلو، وه يـې وئيل: اے سعديه! څۀ خبره ده؟ ولې پرېشانه يـې۔۔۔؟ ما ووئيل: زما د سترګو تور اوس دلته وو، اوس پته نۀ لګي چې چرته يـې تشريف يوړلو۔ هٰغه بوډا ووئيل: مۀ وېرېږه، زۀ يو داسې کَس پېژنم، کوم چې تا ته د هغوئي پته ښودلے شي۔ هغې زر ووئيل: ووايه! هغه څوک دے۔۔۔؟ بوډا ووئيل: هُبُل (يعنې هٰغه وړوکے شان بُت کوم چې قرېشو خُدائے منلو)۔ دا يـې چې واورېدل نو د سيده حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې کوم اُمِېد وو، هغه ختم شو، هغې پۀ بے نيازۍ سره وفرمائيل: اے بوډا۔۔۔!! ستا مور دې پۀ تا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami