Share this link via
Personality Websites!
477016
9401
غارونه هم وو ([1]) خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غارِ حِرا ولې خوښ کړو، د دې ډېر ښکلے حِکمت علمائے کرامو ليکلے دے، فرمائي: هٰغه وخت د غارِ حِرا نه کعبه شريفه بالکل صفا پۀ نظر راتلله، ځکه رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غارِ حِرا ته تشريف يوړلو۔ ([2])
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څو ورځې پۀ غارِ حِرا کښې قيام اوکړو، هلته د الله پاک پۀ ياد او پۀ عبادتونو کښې مصروفه وو، بيا يـې کور ته تشريف راوړلو، د مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت خُدېجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها بيا د خوراک څښاک څۀ سامان وتړلو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا غارِ حِرا ته تشريف يوړلو۔ د ډېرو ورځو پورې دا سلسله روانه وه۔
دا د رَمَضَانُ المُبَارَک يوه شپه وه، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پۀ غارِ حِرا کښې تشريف فرما وو چې د الله پاک پۀ حُکم حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام وړومبۍ وحي راوړله او حاضر شو۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! هم دا پاک شان دے، د کوم چې دلته ذِکر وشو:
وَ وَجَدَكَ ضَالّا فَهَدٰى۪(۷) (پارہ: 30، سورۀ والضحیٰ:7)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغه تۀ پۀ خپله مينه کښې ورک وموندلې نو خپل طرف ته يـې لار درکړه۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami