Share this link via
Personality Websites!
477014
9401
ابو طالب وائي: زۀ ډېر حېران شوم۔ خېر! ما مخ بل اړخ ته واړولو۔ رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قميص مبارک وويستو او پۀ بستره کښې څملاستو۔ بيا چې کله زۀ پۀ بستره کښې څملاستم نو څۀ ګورم چې د هغوئي او زما پۀ مينځ کښې يوه کپړه ايښودے شوې ده۔ نور وائي: د د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وجود مبارک ډېر نرم وو، خوشبويانې به ترې داسې تللې ګويا اوس اوس يـې پۀ مشکو لامبلي دي۔ ما د هغوئي وجود مبارک ته د کتو کوشش اوکړو خو وه مې نۀ ليدلے شو۔ نور وائي: ډېر ځل داسې وشول چې د شپې به مې ناڅاپې سترګې وغړېدلې نو هغوئي به پۀ بستره کښې موجود نۀ وو، زۀ به پاڅېدم، اخوا دېخوا به مې لټون شروع کړو نو هم د بسترې نه به يـې اواز راکړو: کاکا جانه! زۀ خو هم دلته يم، تاسو مې چرته لټوئ۔ ډېر ځل د نيمې شپې به يـې داسې ذِکر کولو چې زۀ به ورته د حېرانتيا پۀ وجه ګوته پۀ خُله پاتې شوم۔ مونږ به چې کله ډوډۍ خوړله يا اوبۀ به مو څښلې نو د الله پاک نوم به مو نۀ اخستو خو د نبي اُمِّي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې د خوراک پۀ شروع کښې به يـې بِسمِ الله وئيله او پۀ اخره کښې به يـې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيله * پۀ ماشومتوب مبارک کښې به هم نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دروغ نۀ وئيل * پۀ کړس کړس به يـې نۀ خاندل * نۀ به يـې د جهالت والا څۀ کار کولو * د ماشومانو سره به د لوبو کولو د پاره هم نۀ تللو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ښکلے ماشومتوب مبارک۔۔۔!! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څنګه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami