Share this link via
Personality Websites!
477013
9401
دا به څنګه کيږي؟ کله چې مونږ د ماشومانو پۀ مخکښې ” الله، الله “ کوو۔ د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نمسۍ صاحبه چې کله وړه ماشومه وه، هغوئي ټول کور والؤ ته فرمائيلي وو چې د دې پۀ مخکښې د ” الله، الله “ ذِکر کوئ۔ هغوئي به پخپله هم د نمسۍ پۀ مخکښې د الله پاک ذِکر کولو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغوئي نمسۍ چې کله وړومبے لفظ ووئيلو نو هغه د الله پاک ښکلے خوږ نوم ” الله “ وو۔ ([1])
مونږ له هم کوشش کول پکار دي چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه هم مسلمانان يو، د الله پاک منونکي يو، که چرې مونږه هم خپلو بچو ته ” الله “ وئيل نۀ ښايو نو نور به يـې ورته څوک ښائي۔۔۔!! الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د ماشومتوب مبارک يو څو اداګانې
ابو طالب کوم چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترۀ دے، د هغوئي د ډېرې مودې پورې د مکي مدني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خِدمت سعادت نصيب شو۔ هغوئي وائي: ما به مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ځان سره ساتلو، يوه شپه ما ووئيل: تاسو خپل قميص اوباسئ او زما سره هم زما پۀ بستره کښې څملئ! پۀ دې اورېدو د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نُوراني مخ باندې د ناخوښۍ نخښې ښکاره شوې خو زما خبره يـې قبوله کړه او وه يـې فرمائيل: کاکا جانه! مخ واړوئ! زۀ قميص اوباسم، ما ته مۀ ګورئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami