Share this link via
Personality Websites!
477011
9401
اَللہُ اَکْبَرُکَبِیْرًا، اَلْحَمْدُ لِلہِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ وَسُبْحَانَ اللہِ بُکْرَۃً وَّاَصِیْلًا
(الله د ټولو نه لوئي دے، ټول تعريفونه بيا بيا هم د الله پاک د پاره دي کوم چې د ټولو جهانونو رَبّ دے او سحر او ماښام د الله پاکي ده)۔ ([1])
نور فرمائي: د شپې چې به کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارام فرمائيلو نو دا اواز به راتللو: لَاِ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ قُدُّوْسًا، نَامَتِ الْعُیْوُنُ وَالْرَّحْمٰنُ لَا تَاْخُذُہُ سِنَۃٌ وَّلَا نَوْمٌ (د الله پاک نه علاوه هيڅ معبود نشته کوم چې ډېر د پاکۍ والا دے، زمونږ پۀ سترګو کښې خوب راغلو خو رحمان هغه دے، کوم له چې نۀ خوب ورځي او نۀ پرکالي ورځي)۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره لوئي شان دے۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
اللہ! اللہ! وہ بچپنے کی پھبن! اس خُدا بھاتی صُورت پہ لاکھوں سلام([3])
دا د کمال خبره ده، اخوا دېخوا ټول ماحول د شِرک والا دے، څوک ستورو ته سجدې کوي، چا د نمر نه خُدائے جوړ کړے دے، څوک د ونو او کاڼو عبادت کوي، پۀ داسې ماحول کښې د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره ځانګړے ماشومتوب وو، هغوئي چې څنګه دُنيا ته تشريف راوړلو نو سجده يـې اوکړه، چې د خبرو کولو عمر ته ورسېدو نو د الله پاک نوم اخلي، معلومه شوه چې * محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د شروع نه د معرفت اوچت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami