Share this link via
Personality Websites!
477008
9401
سجده يـې اوکړه، د دې نه معلومه شوه چې هغوئي د الله پاک سره بے حده محبت کولو او د قرب الهي منزلونه يې د پېدا کېدو سره طے کړي وو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې کښې زمونږ د پاره هم سبق دے، زمونږه ذِيشان آقا، رسولِ خُدا، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه اوچته مرتبه لري چې هغوئي د پېدا کېدو سره د الله پاک پۀ حُضُور کښې سجده اوکړه۔۔۔ او اوسني اُمتيان۔۔۔!! افسوس! مونږ 5 نـمونځونه هم پوره نۀ کوو، مونږه حديثِ پاک واورېدو: بنده الله پاک ته ډېر نزدې هٰغه وخت وي، کله چې سر پۀ سجده کښې کېږدي۔ افسوس چې مونږ سجدې نۀ کوو۔ کول پکار دي! سجده افضل ترين عبادت دے * نـمونځونه کوئ، د دې پۀ ذريعه به د سجدو کولو سعادت نصيب کيږي * نفلونه کوئ، د سجدو سعادت به نصيب کيږي * سجدۀ شُکر ادا کوئ * تِلاوت کوئ، د سجدې والا آيتونه لولئ او سجدې کوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به هم مېلاؤېږي، د الله پاک قُرب به هم نصيب کيږي او که الله پاک وغوښتل نو د دُنيا پرېشانۍ به هم ختمې شي۔
پۀ جَنَّت کښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ
حضرت رَبِيعَه اَسلمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابي دے، د هغوئي مشهوره واقعه ده، يو ځل هغوئي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې د اوداسۀ د پاره اوبۀ پېش کړې، محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاله شو او وه يـې فرمائيل: سَلْ! اے ربيعه! غواړه!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami