Share this link via
Personality Websites!
477007
9401
کله چې زما د سترګو تور (حضرت مُحَمَّدِ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دُنيا ته تشريف راوړلو نو ما وليدل چې هغوئي د سجدې پۀ حالت کښې دے، د شهادت ګوته يـې د اسمان طرف ته اوچته کړې ده، ګويا هغوئي د خپل رَبّ پۀ حُضُور کښې د بندګۍ اِظهار فرمائيلو او خواستونه يـې کول۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
پہلے سجدہ پہ روزِ ازَل سے درود یادگاریٔ اُمّت پہ لاکھوں سلام([2])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو د خپل پېدائش پۀ ورځ چې کومه وړومبۍ سجده د الله پاک پۀ حُضُور کښې اوکړه پۀ هغې باندې دې زمونږ د طرف نه درود وي، ستاسو د خپل اُمت د ياد ساتلو پۀ داسې ادا باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
الله پاک ته د ټولو نه زيات نزدې حالت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ قرآنِ کريم کښې د دې خبرې ذِکر دے چې د سجدې کولو سره د الله پاک قُرب نصيب کيږي او پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد دے: بنده خپل رَبّ ته د ټولو نه نزدې هٰغه وخت وي کله چې سجده کوي۔ ([3])
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څنګه دُنيا ته تشريف راوړلو نو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami