Share this link via
Personality Websites!
477005
9401
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت کښې چې کوم لفظ اِستعمال شوے: ضَالّ د دې صحيح ترجمه څۀ ده؟ د الله پاک پۀ محبت کښې ورکېدل۔ دا پۀ ذِهن کښې کښېنوئ! هسې پۀ عام توګه چي زمونږ پۀ شان د عامو اِنسانانو د پاره دا لفظ وئيلے شي خو د دې معنیٰ وي: ګمراه۔ خو پۀ دې ځائے کښې دا لفظ د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره اِستعمال شوے دے، پۀ دې ځائے کښې دا معنیٰ هيڅکله هيڅکله هم نشي کېدے، پۀ دې ځائے کښې د دې معنیٰ څۀ ده؟ د الله پاک پۀ محبت کښې ورکېدل۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې اِرشاد فرمائي:
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَ مَا غَوٰىۚ(۲) (پارہ:27، سورۀ النجم :2)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ستاسو صاحب نۀ تېروتلے او نۀ پۀ کږه لاره تلے۔
معلومه شوه چې د محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ژوند مبارک کښې يو سيکنډ بلکې د سيکنډ کروړمه حصه هم داسې نشته، پۀ کومه باندې چې ګمراه لفظ وئيلے کېدے شي، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګمراهانو ته د لار ښودلو د پاره تشريف راوړے دے، هغوئي هادي دے، راهنما دے، اِمام دے بلکې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام اِمام دے۔
يو ځل غېر مسلمو د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګستاخي اوکړه، الله پاک وفرمائيل: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دوئي ته ووايئ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami