Share this link via
Personality Websites!
476522
9380
د قيامته پورې چې څۀ شوي دي او څۀ به کيږي، د هٰغه ټولو) تفصيلي عِلم لرلو۔ ([1])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا عقيده د قرآنِ کريم د واضحه آيتونو نه ثابته ده۔ د زړۀ د تسلۍ د پاره صرف دوه آيتونه عرض کووم:
(1): پۀ 27 سيپاره، د سُوْرَۀ رَحْمٰن پۀ آیت 3 او 4 کښې اِرشاد دے:
خَلَقَ الْاِنْسَانَۙ(۳) عَلَّمَهُ الْبَیَانَ(۴)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اِنسان يـې پېدا کړلو۔ هغۀ ته يـې بيان زده کړلو۔
مشهور مفسر او مُحَدِّث مُحْيِي السُّنَّه(يعني سنت ژوندې کوونکے)، اِمام بغوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: اِبنِ کيسان وئيلي دي چې دلته د اَلاِنسان نه د اِنسانيت جان يعنې محبوب مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُراد دے او د اَلبَيَان نه د مَا کَانَ ومَا يَکُون بيان مُراد دے ځکه چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اَوَّلِين او اخرين او د قيامت د ورځې خبرونه ورکوي۔ ۔([2])
(2): د 5 سيپارې، د سُورَۀ نِسَاء پۀ آیت 113 کښې دي:
وَ عَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُؕ-وَ كَانَ فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ عَظِیْمًا(۱۱۳)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او تا ته يـې هٰغه هر څۀ در زده کړل کوم چې تا ته نۀ وو معلوم، او پۀ تا باندې د الله فضل ډېر لوئي دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! دې آيت خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم پراختيا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami