Share this link via
Personality Websites!
476518
9380
به صرف د هغوئي نومونه او د پلارانو نومونه ليکلے شوي وي۔ دوه خبرې پۀ ذِهن کښې ساتئ! * دا صرف د يو سيکټر/ يا د يو وړوکي شان ښار د ماشومانو نومونه دي * دا صرف د 50 نه د 70 کالو پورې ريکارډ دے۔ د دې باوجود پۀ بلديه کښې ډېرې رجسټرې پرتې وي، غټې غټې المارۍ ډکې وي او دا رجسټرې هم دومره درنې وي چې يو عام کَس د 5 نه د 10 رجسټرو پورې پۀ يو لاس کښې نشي اوچتولے۔
خو تاسو کمال ته وګورئ چې دا صرف د 50 کالو ريکارډ نۀ وو بلکې د زرګونو کالو ريکارډ وو، د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه تر اوسه پورې، د اوس نه د قيامته پورې چې څومره خلق راغلې، اوس موجود دي او راځي به، پۀ هغوئي کښې ماشومان، لوئي، بوډاګان، زنانه، نارينه څوک څوک چې به جَنَّت ته ځي، کوم کوم چې به دوزخ ته ځي، د هٰغه ټولو نومونه، د هغوئي د پلارانو نومونه، د هغوئي د کورنو نومونه پۀ هٰغه کتابونو کښې درج وو، بيا دا ريکارډ د يو ښار نۀ وو، د يوې ضلعې نۀ وو، د صوبې يا ملک نۀ بلکې د ټولې دُنيا وو۔ تاسو اندازه ولګوئ چې دومره غټ ريکارډ چي د هغې د ليکلو دپاره پۀ زرګونو نۀ بلکې پۀ لکونو صفحې پکار وې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره لوئے ريکارډ پۀ خپل لاس مبارک کښې اوچت نيولے وو ۔
سُبْحٰنَ اللہ!
جن کو بارِ دو عالَم کی پروا نہیں ایسے بازُو کی قُّوّت پہ لاکھوں سلام
فرش تا عرش ہے جس کے زیرِ نگیں اُن کی قاہِر حکومت پہ لاکھوں سلام
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طاقت مرحبا۔۔۔!! مرحبا!
سُبْحٰنَ اللہ! د دې مَټو مبارکو د زور او د طاقت څومره ښکلے شان دے، د غَزوۀ خَندَق موقع
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami