Share this link via
Personality Websites!
476517
9380
اخره کښې ټوټل هم لګولے شوے دے۔ اوس به پۀ دې کښې نۀ کمے کيږي، نۀ به زياتے کيږي۔
حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! چې د جَنَّتيانو او د دوزخيانو نومونه د مخکښې نه ټاکلے شوي دي نو بيا د عمل څۀ حاجت دے؟ وه يـې فرمائيل: سم اوسئ او د الله پاک قرب حاصلوئ! بے شکه د جَنَّتيانو خاتمه د جَنَّتيانو والا پۀ کارونو باندې کيږي او د دوزخي خاتمه د دوزخيانو والا پۀ کار باندې کيږي۔ ([1])
د حديثِ پاک نه مېلاؤېدونکې نُکتې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا کوم حديثِ پاک چې مونږه واورېدو، اوس راځئ چې د دې نه مېلاؤېدونکې يوه يوه نکته واورو:
د داسې مټو طاقت باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي
د ټولو نه وړومبے د حديثِ پاک پۀ دې اړخ باندې غور اوکړئ! دا کتابونه کوم چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ لاسونو مبارکو کښې وو، سوچ اوکړئ چې دا به څومره غټ او څومره وزن داره وو؟
تاسو که چرته ټاؤن کميټۍ/ بلديې ته تلي يـئ نو هلته به مو پۀ غټو غټو المارو کښې غټې غټې رجسټرې هم ليدلې وي۔ پۀ تېرو 50 يا 70 کالو کښې چې پۀ خاص توګه پۀ هٰغه سيکټر يا پۀ وړوکي ښار کښې څومره هم ماشومان پېدا شوي وي، پۀ دغه رجسټرو کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami