Share this link via
Personality Websites!
476516
9380
اَتَدْرُوْنَ مَا هَذَانِ الْكِتَابَانِ؟
ترجمه: آيا تاسو ته معلومه ده چې دا 2 کتابونه څۀ دي۔۔۔؟
مونږه عرض اوکړو: نا يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږ ته نۀ ده معلومه، تاسو يـې اِرشاد کړئ! نو د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښي لاس کښې چې کوم کتاب وو، د هغې پۀ باره کښې يـې وفرمائيل:
هَذَا كِتَابٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ
ترجمه: دا کتاب د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين د طرفه راعطا کړے شوے دے۔
فِيْهٖ اَسْمَاءُ اَهْلِ الْجَنَّةِ وَاَسْمَاء آبَائِهِمْ وَقَبَائِلِهِمْ
ترجمه: پۀ دې کښې د ټولو جَنَّتيانو، د هغوئي د پلار نيکونو او قبيلو نومونه درج دي۔
ثمَّ اُجْمِلَ عَلىٰ آخِرِهِمْ فَلَا يُزَادُ فِيهِمْ وَلَا يُنْقَصُ مِنْهُمْ اَبَدًا
ترجمه: يعنې د ټولو جَنَّتيانو د نومونو د تفصيل نه پس پۀ اخره کښې د هغوئي ټوټل هم درج کړے شوے دے، اوس به نۀ پۀ دې کښې څۀ کمے کيږي، نۀ به زياتے کيږي۔
بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل بَل لاس کښې د کتاب پۀ باره کښې وفرمائيل:
هَذَا كِتَابٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ
ترجمه: دا کتاب هم د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين د طرفه راعطا کړے شوے دے۔
فِيهِ اَسْمَاءُ اَهْلِ النَّارِ وَاَسْمَاءُ آبَائِهِمْ وَقَبَائِلِهِمْ ثمَّ اُجْمِلَ عَلىٰ آخِرِهِمْ فَلَا يُزَادُ فِيهِمْ وَلَا يُنْقَصُ مِنْهُمْ اَبَدًا
ترجمه: پۀ دې کښې د ټولو دوزخيانو، د هغوئي د پلار نيکونو او د قبيلو نومونه درج دي، پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami