Share this link via
Personality Websites!
476538
9380
کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته پۀ تللو د نېکۍ دعوت ورکولے شي * خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکولے شي * د نـمونځونو ترغيب ورکولے شي * مونږ دې ته علاقائي دوره وايـو۔ تاسو هم د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه علاقائي دوره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنت باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د نېکۍ د دعوت عام کولو ثواب به مېلاوېږي * د حديثِ پاک مطابق د نېکۍ لاره ښودلو والا، د نېکۍ کولو والا پۀ شان دے ([1]) * که زمونږ د نېکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نېک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين اوکړئ چې مزې به مو شي۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
شرابي د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو
د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله (ګجرات، هندوستان) ته ورسېدله، قافله کښې شرکت کوونکو د علاقائي دورې د پاره د جومات نه بهر تشريف يوړلو، پۀ علاقائي دوره کښې پۀ يو شرابي باندې انفرادي کوشش اوکړے شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات طرف ته روان شو، اِسلامي وروڼو د هغۀ سره دومره د ښه اخلاقو مظاهره اوکړه چې هغه شپږ ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه هغۀ د ګناهونو نه توبه کړه، ږيره مبارکه يـې لويه کړه، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه او د قافلو مسافر هم جوړ شو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami