Share this link via
Personality Websites!
476535
9380
مسلمانانو ما له دا تحفه راکړې وه۔ ما ډېر پۀ اِحتياط اِحتياط دا اِستعمالولو دا ختمېدونکے وو ځکه زما سره ويره وه چې الله پاک کرم اوکړو او تاسو ما له مِسواک راکړو۔ بيا هغه ووئيل چې د ډېرې مودې نه ما ته د غاښونو او د وورو تکليف وو۔ دلته د غاښونو ډاکټرانو د دې عِلاج نۀ شو کولے۔ ما د مِسواک اِستعمال شروع کړو نو پۀ يو څو ورځو کښې زۀ ټيک شوم۔ زۀ چې د ډاکټر خوا له لاړم نو هغه حېران شو او پوښتنه يـې اوکړه، زما د دوايۍ سره دومره زر ستا مرض نشي ټيک کېدے، سوچ اوکړه څۀ بله وجه به وي۔ ما چې کله پۀ ذِهن باندې زور راوړو نو خيال راغلو چې زۀ مسلمان شوے يم او دا ټول برکتونه هم د مِسواک دي۔ کله چې ما ډاکټر ته مِسواک وښودو نو هغه ورته ګوته پۀ خُله پاتې شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دي د نبي اُمِّي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمِّيت د شان نخښې۔۔۔!! څومره ناشنا خبره ده، هٰغه د اوچت شان والا کوم چې د چا نه څۀ نۀ دي لوستلي، نۀ زده کړي، د ننه پورې د دُنيا لوئي لوئي سائنسدانان د هغوئي د شاګردۍ کولو د پاره نا قلاره دي۔
معلومه شوه چې د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمِّي کېدل مَعَاذَ الله! څۀ عېب نۀ دے بلکې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډېره لويه معجزه ده۔
عالِمِ عِلْمِ لدُنِی آپ کو حق نے کیا حال سب روشن ہے تم پر ر رَحْمۃٌ لِّلْعَالَمِیْں
بےپڑھے عالِم نے ہر عالِم پہ عِلْم القا کیے عِلْمِ غیبِ حق کے مظہر رَحْمۃٌ لِّلْعَالَمِیْں
ہے نہ کوئی تیرا ثانی اور نہ ہو گا تا اَبد ہر صفت میں سب سے بڑھ کر رَحْمۃٌ لِّلْعَالَمِیْں([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami