Share this link via
Personality Websites!
476515
9380
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ترمذي شريف کوم چې د حديثِ پاک مشهور کتاب دے، پۀ دې کښې يو ډېر اِيمان تازه کوونکے، عشقِ رسول زياتوونکے او د سبق نه ډک روايت دے، پۀ نني بيان کښې دا روايت او د دې نه مېلاؤېدونکې نکتې ستاسو مخې ته پېش کول دي۔ راځئ چې وړومبے حديثِ پاک واورو:
حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابۍ رسول دے، فرمائي: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل کور مبارک نه بهر تشريف راوړلو، د هغوئي پۀ لاس مبارک کښې دوه کتابونه وو۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته خطاب اوکړو او وه يـې فرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami