Share this link via
Personality Websites!
476531
9380
وضاحت: اے د ټولو جهانونو د پاره رحمت جوړېدونکيه او تشريف راوړونکيه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک تاسو ته خاص عِلمِ لدُنِي درعطا کړو، تاسو ته ټول حالتونه ښکاره دي، تاسو هٰغه اُمِّي يـئ چې پۀ دُنيا کښې مو د چا نه څۀ نۀ دي لوستلي، نۀ زده کړي، د دې باوجود مو عِلم داسې کمالي دے چې ټول علماء هم ستاسو د عِلم نه رڼا اخلي، تاسو د الله پاک د عِلمِ غېب مظهر يـئ، غرض دا چې اے بے مثله خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو نۀ څۀ مثال شته او نۀ به چرې وي، تاسو پۀ خپل هر صِفت کښې، پۀ هره خوبۍ کښې د ټولو نه زيات، بے مثله او بے مثاله يـئ۔
وہ سمجھتے ہیں بولیاں سب کی
[هغوئي د هر چا پۀ ژبه باندې پوهېږي]
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک چې خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته کوم علوم عطا کړې، پۀ هغې کښې يو د ژبو عِلم هم دے، علامه احمد بن محمد صاوي مالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بِاَنَّ اللّٰهَ عَلَّمَهٗ جَمِيْعَ اللُّغَاتِ، فَكَانَ يُخَاطِبُ كُلَّ قَوْمٍ بِلُغَتِهِمْ يعنې الله پاک نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ټولې ژبې ښودلې وې او رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر قوم سره د هغوئي پۀ ژبه کښې خبرې فرمائيلې۔ ([1])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ قُدرتي توګه پۀ ټولو ژبو باندې پوهېږي چې حضور د ځناورو، ګټو او کاڼو پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami