Share this link via
Personality Websites!
476530
9380
عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې د خوراک پۀ شروع کښې به يـې بِسمِ الله وئيله او پۀ اخره کښې به يـې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيله * پۀ ماشومتوب مبارک کښې به هم نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دروغ نۀ وئيل * پۀ کړس کړس به يـې نۀ خاندل * نۀ به يـې د جهالت والا څۀ کار کولو * د ماشومانو سره به د لوبو کولو د پاره هم نۀ تللو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ښکلے ماشومتوب مبارک۔۔۔!! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څنګه دُنيا ته تشريف راوړلو نو سجده يـې اوکړه * هم د ماشومتوب نه به يـې د الله پاک ذِکر کولو * د شپې به چي اودۀ کېدلو نو د زړۀ مبارک نه به يـې د ذِکر اواز راتللو * څۀ به چې يـې خوړل، څښل نو د الله پاک نوم به يـې اخستو۔ غرض دا چې هم د ماشومتوب نه به د الله پاک پۀ محبت کښې مشغول وو۔
دلته خو کوشش کولے شي چې ماشوم وړومبے لفظ الله ووائي، بيا يـې هم ډېر پۀ مشکله وائي خو دا د ځانګړي فِطرت والا خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، ټول دُنيا ته د زده کولو د پاره راځي، دوي زده کړي دي او راغلے دے، نورو ته د ښودلو د پاره راغلے دے، ځکه دوئي ته د چا نه د زده کولو حاجت نشته، ټولو خلقو ته هم دوئي ورښائي۔
عالِمِ عِلْمِ لدُنِی آپ کو حق نے کیا حال سب روشن ہے تم پر رَحْمۃٌ لِّلْعَالَمِیْں
بےپڑھے عالِم نے ہر عالِم پہ عِلْم القا کیے عِلْمِ غیبِ حق کے مظہر رَحْمۃٌ لِّلْعَالَمِیْں
ہے نہ کوئی تیرا ثانی اور نہ ہو گا تا اَبد ہر صفت میں سب سے بڑھ کر رَحْمۃٌ لِّلْعَالَمِیْں([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami