Share this link via
Personality Websites!
476529
9380
وضاحت:الله!الله! د حبيب خدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ماشومتوب هغه حسن و جمال او ښائيست.پۀ هغه محبوب خدا صورت باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي.
دا د کمال خبره ده، اخوا دېخوا ټول ماحول د شِرک والا دے، څوک ستورو ته سجدې کوي، چا د نمر نه خُدائے جوړ کړے دے، څوک د ونو او کاڼو عبادت کوي، پۀ داسې ماحول کښې د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره ځانګړے ماشومتوب وو، هغوئي چې څنګه دُنيا ته تشريف راوړلو نو سجده يـې اوکړه، چې د خبرو کولو عمر ته ورسېدو نو د الله پاک نوم اخلي، معلومه شوه چې * محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د شروع نه د معرفت اوچت مقام ته رسېدلے وو * هغوئي ته دا هم معلومه وه چې الله پاک موجود دے * دا ورته هم معلومه وه چې الله پاک يو دے * دا ورته هم معلومه وه چې هغه د ټولو نه لوئي دے * د دې نه هم خبر وو چې ټول خوبيانې هم د الله پاک دي او * د دې نه هم خبر وو چې که ټول تعريفونه د چا کېدے شي نو هغه صرف د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين ذات دے۔
د ماشومتوب مبارک يو څو اداګانې
ابو طالب کوم چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترۀ دے، د هغوئي د ډېرې مودې پورې د مکي مدني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خِدمت سعادت نصيب شوے۔ هغوئي وائي:چي ډېر ځله به داسې کيدل چې د شپې به مې ناڅاپې سترګې وغړېدلې نو هغوئي به پۀ بستره کښې موجود نۀ وو، زۀ به پاڅېدم، اخوا دېخوا به مې لټون شروع کړو نو هم د بسترې نه به يـې اواز راکړو: کاکا جانه! زۀ خو هم دلته يم، تاسو مې چرته لټوئ۔ ډېر ځل د نيمې شپې به يـې داسې ذِکر کولو چې زۀ به ورته د حېرانتيا پۀ وجه ګوته پۀ خُله پاتې شوم۔ مونږ به چې کله ډوډۍ خوړله يا اوبۀ به مو څښلې نو د الله پاک نوم به مو نۀ اخستو خو د نبي اُمِّي، مُحَمَّدِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami