Share this link via
Personality Websites!
476527
9380
لفظ اُمِّي او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان ځانګړتيا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته ذِهن ته يوه پوښتنه راځي چې که د اُمې دا مطلب وي چې هغه چا چې پۀ دُنيا کښې د چا نه عِلم نۀ وي زده کړے۔ نو د عربو معاشرې پۀ لحاظ سره خو دا څۀ نا اشنا خبره نۀ ده۔ 1500 کاله مخکښې پۀ مکه مکرمه کښې کېدے شي چې يو سکول ، يوه مدرسه هم موجوده نۀ وه، هلته د ليک لوست هډو دستور نۀ وو، چا به هم خپل بچي د زدکړې د پاره نۀ لېږل۔ پۀ داسې ماحول کښې که چرې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوې مدرسې، سکول يا د اُستاذ خوا له د سبق وئيلو د پاره نۀ وو تلے نو دا د هغوئي ځانګړے شان څنګه شو؟
اوس د دې سوال جواب واورئ! د 7 صدۍ هجرۍ بزرګ حضرت علامه فخر الدين حَرَّالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د لفظ اُمِّي مطلب دا دے چې الله پاک ټول خلق پۀ کوم فطرت (Nature) باندې پېدا کړل، زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې د هغوئي ټولو نه جدا، بے مثله او پۀ بے مثاله فطرت باندې پېدا کړے دے۔ ([1])
مطلب دا دے چې دې دُنيا ته څومره خلق هم راغلي دي، د ټولو پۀ فطرت کښې ليک لوست ايښودے شوے دے، تاسو به پۀ خپلو کورنو کښې ليدلي وي چې ماشوم کله خبرې شروع کوي، څيزونو ته کتل او پوهېدل شروع کوي نو هغه ډيرې زياتې پوښتنې (Questions) کوي، بابا! دا څۀ دي؟ بابا! هٰغه څۀ دي؟ ابو! دې څيز ته څۀ وائي؟ ابو! هٰغه څيز څۀ کار کوي؟ داسې ماشومان ډېرې پوښتنې کوي، بعضې وخت خو پۀ يوه ساه ډېرې ډېرې پوښتنې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami